کورنیو چارو وزارت: میدان وردګو کې ۱۳ طالبان وژل شوي دي

19 ثور 1398 ساعت 10:03

د کورنیو چارو وزارت میدان وردګو ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۹ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


د کورنیو چارو وزارت میدان وردګو ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۹ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د غوايي ۱۹ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو تېره شپه د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې یاد عملیات تر سره کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه شپني عملیات د طالبانو پر یوه غونده شوي، چې په کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو درې عرادې وسایط هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116240

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116240/

جمهور
  https://www.jomhornews.com