د کورنیو چارو وزارت میدان وردګو ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۹ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د غوايي ۱۹ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو تېره شپه د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې یاد عملیات تر سره کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه شپني عملیات د طالبانو پر یوه غونده شوي، چې په کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو درې عرادې وسایط هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل