۰

د ملي امنیت شورا سلاکار د بګرام زندان څخه لیدنه کړې

پنجشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۰
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ د بګرام زندان له بېلابېلو برخه لیدنه کړې.
د ملي امنیت شورا سلاکار د بګرام زندان څخه لیدنه کړې
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ د بګرام زندان له بېلابېلو برخه لیدنه کړې.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلی محب او ورسره پلاوی پرون چهارشنبې د غوايي ۱۸ مه بګرام زندان ته ورغلي و او روغتون، کتابتون او د زندانیانو له بند خونو یې لیدنه وکړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې لومړی د زندان چارواکو د زندان او بندیانو د عمومي وضعیت په اړه معلومات او د ستونزو د حل کېدو په موخه وړاندیزونه وړاندې کړل.

خبرپاڼه وايي له دې وروسته ښاغلي محب د زندانیانو له استازو سره هم ولیدل او له هغوی یې د ولسمشر له خوا د بند مودې د تخفیف، عفوې د فرمانونو، اعاشې، د دوی د دوسیو څېړل وړاندیزونه واورېدل.

د ملي امنیت سلاکار ښاغلي حمدالله مجب زندانیانو ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد له نافذه قوانینو سره سم به د دوی دوسیو ته رسېدنه وشي او و به څېړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي