د جرمونو نړیواله محکمه افغانستان کې جنګي جنایات نه څېړي

19 ثور 1398 ساعت 10:37

د جرمونو نړیواله محکمه وايي، دوی په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړنې لپاره کافي شواهد نه لري نو ځکه دغه هېواد کې جنګي جنایات نه څېړي.


د جرمونو نړیواله محکمه وايي، دوی په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړنې لپاره کافي شواهد نه لري نو ځکه دغه هېواد کې جنګي جنایات نه څېړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وړاندې د دغه محکمې یوې څارنوالې فاتو بنسوډا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړونو غوښتنه کړې وه.

خو په هاګ کې د یادې محکمې رییسه پلاوی وايي، سره له دې چې څارنواله یې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د ارزولو غوښتنه کوي، خو په دې اړه موجود شواهد کافي نه دي.

دغه محکمې ویلي له همدې امله یې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو څېړنې ته اجازه نه ده ورکړې.

باید و ویل شي، چې څارنوالې فاتو بنسوډا دوه کاله وړاندې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې د تېرې اتلس کلنې جګړې جنایتونه او بشري زیانونه و څېړل شي.

خو وروسته دغه محکمې د لا ډېرو څېړنو اجازه ور نه کړه او د بنسوډا کار د امریکا له مخالفت سره مخ شو او هغې ته یې امریکا ته د سفر اجازه هم ورنه کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116243

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116243/

جمهور
  https://www.jomhornews.com