د جرمونو نړیواله محکمه وايي، دوی په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړنې لپاره کافي شواهد نه لري نو ځکه دغه هېواد کې جنګي جنایات نه څېړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وړاندې د دغه محکمې یوې څارنوالې فاتو بنسوډا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړونو غوښتنه کړې وه.
خو په هاګ کې د یادې محکمې رییسه پلاوی وايي، سره له دې چې څارنواله یې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د ارزولو غوښتنه کوي، خو په دې اړه موجود شواهد کافي نه دي.
دغه محکمې ویلي له همدې امله یې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو څېړنې ته اجازه نه ده ورکړې.
باید و ویل شي، چې څارنوالې فاتو بنسوډا دوه کاله وړاندې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې د تېرې اتلس کلنې جګړې جنایتونه او بشري زیانونه و څېړل شي.
خو وروسته دغه محکمې د لا ډېرو څېړنو اجازه ور نه کړه او د بنسوډا کار د امریکا له مخالفت سره مخ شو او هغې ته یې امریکا ته د سفر اجازه هم ورنه کړه.
جمهورخبري آژانس:کابل