فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې شوې، چې د کورنیو چارو وزارت په وینا طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې، پرون چهارشنبې د غوايي ۱۸ مه د فاریاب په قیصار او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه نښتو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي، خو د افغان ځواکونو او ولسي وګړو د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل