۰

پکتیکا کې د پاکستاني وسله والو په ګډون ۱۷ طالبان وژل شوي

شنبی ۲۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۸
ملي دفاع وزارت وايي، پکتیکا ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال د پاکستاني وسله والو په ګډون د حقاني شبکې ۱۷ غړي وژل شوي دي.
پکتیکا کې د پاکستاني وسله والو په ګډون ۱۷ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت وايي، پکتیکا ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال د پاکستاني وسله والو په ګډون د حقاني شبکې ۱۷ غړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د غوايي ۲۱ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، هوايي برید د غوڅ ملاتړ ماموریت له خوا د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په رانکي تېزي کلي کې د حقاني شبکې پر پټنځای شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې برید کې د حقاني شبکې ۱۷ وسهل وال وژل شوي، یو پټنځای او یو موټر یې له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت کې سرچینې په وژل شویو کسانو کې د قوماندان اسدالله مشهور په سنګري په ګډون درې پاکستاني وسله وال هم شتون لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي