چين او هند ژمنه کړې چې د افغان سولې په برخه کې به ګډ کار کوي

22 ثور 1398 ساعت 9:37

هندي رسنۍ وايي، هند او چین ژمنه کړې، چې د افغان سولې په برخه کې به ګډ کار کوي او ددغه هېواد د ثبات او امنیت لپاره به ګډې هڅې تنظیموي.


هندي رسنۍ وايي، هند او چین ژمنه کړې، چې د افغان سولې په برخه کې به ګډ کار کوي او ددغه هېواد د ثبات او امنیت لپاره به ګډې هڅې تنظیموي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هندي رسنیو ویلي، د هند لپاره د چین ځانګړی استازی دینګ شیجن ډهلي ته ورغلی او هلته یې له لوړ پوړو هندي دیپلوماتانو سره لیدلي دي.

سرچینه کاږي، چې په دغه لیدنه کې دواو لورو د افغانستان پر اوسني وضعیت او د سولې پر روانو هڅو او فعالیتونو خبرې کړې دي.

د هندي رسنیو په وینا دواړو لورو ژمنه کړې، چې په ګډه به د افغان سولې او به دغه هېواد کې د ثبات لپاره هڅې تنظیموي.

د هند لپاره د چین ځانګړي استازي دینګ شیجن ویلي، چې دوی له سیاسي لارو د افغان جګړې د حل پلویان دي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.

په ورته وخت کې هندي چارواکو هم ویلي چې په سیمه کې به د افغان سولې او ثبات لپاره خپلو ګډو کارونو او هڅو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116314

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116314/

جمهور
  https://www.jomhornews.com