د جوزجان د فیض آباد لپاره طالب ولسوال نیول شوی دی

22 ثور 1398 ساعت 10:47

د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د امنیت ځانګړو ځواکونو جوزجان ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال یو طالب ولسوال نیول شوی دی.


د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د امنیت ځانګړو ځواکونو جوزجان ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال یو طالب ولسوال نیول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن یکشنبې د غوایي ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې عملیات کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوی طالب ولسوال مولوي عبیدالله نومېږي او د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وو.

سرچینه زیاتوي مولوي عبیدالله چې په حنفي مشهور و غوښتل د ترهګرو بریدونو د تر سره کولو لپاره شبرغان ښار ته ننوځي، چې د ملي امنیت له خوا وپېژندل شو او ونیول شو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116319

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116319/

جمهور
  https://www.jomhornews.com