ډاکتر عبدالله کابل کې د هند له سفیر سره لیدلي دي

23 ثور 1398 ساعت 14:25

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله کابل کې د هند د سفیر وینی کمار سره لیدلي او دواړو لورو پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله کابل کې د هند د سفیر وینی کمار سره لیدلي او دواړو لورو پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه لیدنه نن دوشنبې د غوايي ۲۳ مه په سپیدار مانې کې تر سره شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لورو په بېلا بېلو برخو کې د هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو پر لاپراختیا او ټینګښت خبرې کړې دي.

دغه راز اجرائیه ریاست زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د سولې د روانو خبرو او پروسې او دغه راز د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو په اړه هم خبرې اترې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116366

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116366/

جمهور
  https://www.jomhornews.com