د بغلان لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول نیول شوی دی

23 ثور 1398 ساعت 14:36

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان کمانډو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د بغلان لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول نیولی دی.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان کمانډو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د بغلان لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چارواکي زیاتوي، نیول شوي طالب حاجي محمد رامین نومېږي، چې د طالبانو د استخباراتو مسوول او د روژې مبارکې میاشت په لومړۍ ورځ د بغلان په امنیه قومندانۍ موټر بم برید ده پلان کړی و.

امنیتي چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې د محمد رامین تر څنګ د هغه لس تنه ساتونکي هم د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116368

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116368/

جمهور
  https://www.jomhornews.com