د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې وايي، روان ۲۰۱۹ کال د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې پر روغتیايي مرکزونو ۵۱ د بریدونو پېښې ثبت شوې دي.
د جمهور آزانس د خبر له مخې په راپور کې ویل شوي، دغه بریدونه تر ډېره د افغانستان په ختیځ او سویل لوېدیځو ولایتونو کې تر سره شوي دي.
د سرچینې په وینا په دغو بریدونو کې ۱۱۴ روغتیايي مرکزونه د خدماتو د وړاندې کولو له اړخه اغېزمن شوي دي، چې په کې درې وران، ۸ زیانمن او ۹۹ نور بند شوي دي.
دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان وایي، پر همدې کال ۱۱ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان او ۷ تنه هم یرغمل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل