۰
اتمر:

د اوسنی حکومت موده پای ته رسېدلې، قانون د شخص د موقف لپاه نه شي بدلېدای

سی شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۱
راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته د سولې او اعتدال د ټیم نوماند محمد حنیف اتمر وایي، د غبرګولي (جوزا) له لومړۍ نېتې وروسته د اوسنی حکومت د کار موده پای ته رسېدلې او باید سرپرست حکومت رامنځ ته شي.
د اوسنی حکومت موده پای ته رسېدلې، قانون د شخص د موقف لپاه نه شي بدلېدای
راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته د سولې او اعتدال د ټیم نوماند محمد حنیف اتمر وایي، د غبرګولي (جوزا) له لومړۍ نېتې وروسته د اوسنی حکومت د کار موده پای ته رسېدلې او باید سرپرست حکومت رامنځ ته شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې نن سه شنبې د غوایي ۲۴ مه کابل کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا په غونده کې د وینا پر مهال وکړې او ټینګار یې وکړ، چې په هېواد کې د روانو ستونزو د حل لپاره باید سرپرست حکومت رامنځ ته شي.

ښاغلي اتمر و ویل، چې ولسمشر غني د تېرو ټاکنو پر مهال خپله ویلي، چې د اساسي قانون سره سم به تر خپل ټاکلي وخت یوه ورځ ورسته هم په قدرت پاتې نه شي.

هغه زیاته کړه، ولسمشر دا هم ویلي وو چې د شخص د قدرت لپاره اساسي قانون نه شي بدلېدلي اوس هم همدا وختی دی، چې د جوزا په لومړۍ نټه د اوسني حکومت کاري موده ته رسېږي او د شخص د قدرت لپاره اساسي قانون نه شي بدلېدای.

ښاغلي اتمر زیاته کړه، چې د نوماندانو شورا د دې لپاره چې د اوسنی حکومت کاري موده پای ته رسېدلې او تر هغې وروسته حالت لپاره یوه طرحه جوړه کړې، چې د طرحې پر بنسټ باید سرپرست حکومت رامنځ ته شي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه سرپرست حکومت به هم د رڼو ټاکنو پروسه پر مخ وړي او په عین وخت کې به د سولې خبرې هم تعقیبوي.

هغه ټینګار وکړ، چې د نوماندانو شورا به خپله طرحه د حکومت سره شریکه کړي، که یې عمل پرې وکړه ښه تر ښه او که انکار و نو بیا به دغه شورا د دې کار لپاره د سیاسیون او مدني ټولنو اجماع سره یو ځای او لاس په کار به شي.

اتمر وویل، چې د نوماندانو شورا لپاره دا خبره ډېره مهمه ده، چې څه تضمین کېدای شي، چې ولسمشر راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې بیا بیا ونه ځنډوي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې برخه کې د سترې محکمې هغه کړی تفسیر هم ګوونګی دی او دغه شورا دا خپره په تول قوت سره تر عامه اذهانو پورې رسول غواړي.

هغه وویل« که ولسمشر په بېلا بېلو پلمو بیا بیا ټاکنې وځنډوي، آیا باید دا حکومت دوام وکړي او عامه اذهان همدا دي؟ چې نه دی، موږ به په ټول قوت د دې کار مخه نیسو.»

دی وایي، په دې برخه کې به دوی له نړوالې ټولنې سره هم مشوره وکړي، ځکه په وینا یې دغه ټولنې د نوي افغانستان، د سولې، امنیت، ټاکنو او پرمختګ په برخه کې ډېرې مرستې کړې او دا مهال د ټاکنو ملاتړ هم کوي.

د سولې او اعتدال د ټیم نوماند ټینګار وکړ، چې که دغه کړنلارې عملي نه شوې او حکومت د دوی غوښتنې ونه منلې، نو په مدني او ولسي، سوله اییزه، آرام او د قانون په چوکاټ کې حرکتونو به لاس پورې کړي.

د سولې او اعتدال د ټیم مشر و ویل، چې له بده مرغه په هېواد کې امنیتي وضعیت ښه نه دی او له دې نامشروع حکومت څخه یې د ښه کولو تمه هم نه شي کېدای.

نوموړي و ویل حکومت په تېرو کلونو کې پر ځای د دې چې د هېواد اساسي ستونزو ته پام وکړي ټول عمر یې په داخلي ستونزو کې تېر شو نو ځکه اوس هم ترې تمه نه شي کېدای.

د سولې او اعتدال ټیم مشر د خپلو خبرو په پای کې حکومت پر دې هم تورن کړ، چې د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي