۰

مشرانو جرګه له لوړ پوړو امنیتي چارواکو ولسمشر ته شکایت کوي

سی شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۰
لوړپوړي امنیتي چارواکي مشرانو جرګې ته د امنیتي وضعیت په اړه د پوښتنو لپاره ورغوښتل شوي و، خو هغوی حاضر نه شول، چې د سناتورانو غبرګون یې راوپاروه.
مشرانو جرګه له لوړ پوړو امنیتي چارواکو ولسمشر ته شکایت کوي
لوړپوړي امنیتي چارواکي مشرانو جرګې ته د امنیتي وضعیت په اړه د پوښتنو لپاره ورغوښتل شوي و، خو هغوی حاضر نه شول، چې د سناتورانو غبرګون یې راوپاروه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مشرانو جرګې دوه ورځې وړاندې پرېکړه کړې وه، چې نن سه شنبې د غوایي ۲۴ مه د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست مسعود اندرابي او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی ورشي.

خو امنیتی چارواکو غوښتل، چې دغه غوندې ته خپل مرستیالان ولېږي، خو د سناتورانو له خوا رد او د هغوی شتون یې ونه مانه.

مشرانو جرګې ته د امنیتي چارواکو نه حاضرېدو د سناتورانو غوسه راوپاروله او دا یې د چارواکو له خوا د مشرانو جرګې بې احترامي او له قانونه سرغړونه وبلله.

د جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزاد یار و ویل، که امنیتي چارواکي د هېواد د امنیتیي اوضاع د کنټرول په اړه ځواب نه لري نو د ولس پر وړاندې دې ودرېږي او خپل ځواب د و وايي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار هم جرګې ته د امنیتي چارواکو پر نه حاضرېدو خواشني وښوده او ویې ویل، چې په دې اړه به ولسمشر غني ته شکایت وکړي.

نوموړي زیاته کړه، مشرانو جرګې تل هڅه کړې، چې له حکومت سره ښې اړیکې ولری، خو دا له یوه اړخه نه شي کېدای او له ولسمشر نه به وغواړي، چې امنیتي چارواکو ته په دې اړه لازمه لارښوونه وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي