سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ۳۳ پاکستانیانو په ګډون ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، دغه عملیات وړمه شپه د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ځانګړو افغان او بهرنیو ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په سردې سیمه کې کومانډويي عملیات وکړ، چې په ترڅ کې یې د ۳۳ پاکستانیانو په ګډون ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند وایي، دا عملیات د کره اپراتیفي معلوماتو پر اساس د اندړو ولسوالۍ د سردې سیمې د لوی ساره جومات په شاوخوا کې شوي دي.
د هغه په وینا، چې د وژل شویو وسله والو مړي په سیمه کې پراته دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې څو ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې د دریو پاکستانیانو په ګډون یو شمېر وسله وال مخالفین وژل شوي وو، چې ځینې په کې د پاکستان د پوځ افسران هم وو.
جمهورآژانس:غزني