حنیف اتمر له آلیس ویلز سره پر ټاکنو او سولې خبرې کړې دي

25 ثور 1398 ساعت 10:02

د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز سره کتلي دي.


د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې آلیس ویلز په دې لیدنه کې له وسله والو طالبانو سره د روانو مذاکراتو په اړه اتمر ته معلومات ورکړي دي او وایي په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي.

دواړو لورو همدا راز په دې لیدنه کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه خبرې کړې دي او ښاغلي ویلي چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه د ولسمشر کار پای ته رسېږي او باید واک موقت ولسمشر ته پرېږدي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام ساتل د دوی هدف دی او په دې برخه کې کار کوي.

ویل کېږی، چې ښاغلي اتمر د سولې په اړه د افغان سیاسیونو پر طرحې هم له ویلز سره خبرې کړې دي.

باید و ویل شي، چې ویلز د تېرې یکشنبې په ورځ کابل ته راغلې، او له ولسمشرغني، اجرائیه رییس عبدالله، د ټاکنو کمېسیون له غړو د سولې عالي شورا له غړو او یو شمېر نورو سیاسي څېرو سره کتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116422

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116422/

جمهور
  https://www.jomhornews.com