۰

حنیف اتمر له آلیس ویلز سره پر ټاکنو او سولې خبرې کړې دي

چهارشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۲
د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز سره کتلي دي.
حنیف اتمر له آلیس ویلز سره پر ټاکنو او سولې خبرې کړې دي
د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آلیس ویلز په دې لیدنه کې له وسله والو طالبانو سره د روانو مذاکراتو په اړه اتمر ته معلومات ورکړي دي او وایي په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي.

دواړو لورو همدا راز په دې لیدنه کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه خبرې کړې دي او ښاغلي ویلي چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه د ولسمشر کار پای ته رسېږي او باید واک موقت ولسمشر ته پرېږدي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام ساتل د دوی هدف دی او په دې برخه کې کار کوي.

ویل کېږی، چې ښاغلي اتمر د سولې په اړه د افغان سیاسیونو پر طرحې هم له ویلز سره خبرې کړې دي.

باید و ویل شي، چې ویلز د تېرې یکشنبې په ورځ کابل ته راغلې، او له ولسمشرغني، اجرائیه رییس عبدالله، د ټاکنو کمېسیون له غړو د سولې عالي شورا له غړو او یو شمېر نورو سیاسي څېرو سره کتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي