۰

ترکمنستان او ایران پر افغان سوله خبرې کړې دي

چهارشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۶
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره کتلي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
ترکمنستان او ایران پر افغان سوله خبرې کړې دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره کتلي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ترکمنستاني رسنیو ویلي، چې ښاغلي مرادوف او ښاغلي ظریف په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سوله مهمه بللې ده.

رشید مرادوف ویلي، چې هېواد یې د تل په څېر د افغانستان د سولې ملاتړ دی او په دې برخه کې یې په سیمه ییزه او نړیواله کچه هلې ځلې کړې دي.

د هغه په وینا ترکمنستان په ځلونو پر دواړو لورو د مخامخ مذاکراتو غږ کړی دی او د کوربه توب ژمنه یې کړې ده.

ترکمنستان تر دې وړاندې هم له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغان سولې لپاره یو کنفرانس جوړ کړی و او ژمنه یې کړې چې دغه ډول کنفرانسونه به ادامه مومي.

باید و ویل شي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر تر دې دوه ورځې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج سره هم د افغانستان د وضعیت او سولې په اړه خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي