د ایمن الظواهري تازه پیغام: ملا هیبت الله یې امیرالمو منین بللی دی

25 ثور 1398 ساعت 11:18

تر کلونو ځند وروسته د القاعده شبکې د خپل مشر ایمن الظواهري غږیز پیغام خپور کړی، چې په کې نوموړي د طالبانو مشر ملا هیبت الله امیر المومنین بللی دی.


تر کلونو ځند وروسته د القاعده شبکې د خپل مشر ایمن الظواهري غږیز پیغام خپور کړی، چې په کې نوموړي د طالبانو مشر ملا هیبت الله امیر المومنین بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې القاعده شبکې د الظواهري غږیز پیغام پر خپل رسمي سایټ خپور کړی او وايي دوی له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري او د طالبانو تر بیرغ لاندې په افغانستان کې جګړه کوي.

په دغه غږیز پیغام کې ایمن الظواهري د طالبانو مشر ملا هیبیت الله د امیرالمومنین په نوم یاد کړی او د طالبانو د حقاني شبکه، پېښور او کوتې شوراګانې یې هم ستایلې دي.

په ورته وخت کې فاکس نیوز خبري شبکې د امریکا د استخباراتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د پاکستان لور ته په قبایلي سیمو کې پټ دی.

د القاعده شبکې د مشر دغه څرګندونې او د هغه د ځای ځایګي په اړه راپورونه پر داسې مهال خپرېږي، چې له طالبانو سره امریکا خبرو کې د امریکا یوه مهمه غوښتنه دا ده، چې طالبان به له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرېکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116432

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116432/

جمهور
  https://www.jomhornews.com