۰

د کابل او پکیتا د ولسي جرګې استازو په ارګ کې لوړه وکړه

چهارشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۷
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا تر نېږدې اته میاشتې ځنډ وروسته چې د کابل او پکتیا د ولسي جرګې د ټاکنو وروستي پایلې اعلان شوې، بریالیو نوماندانو ته په ارګ کې لوړه ورکړل شوه.
د کابل او پکیتا د ولسي جرګې استازو په ارګ کې لوړه وکړه
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا تر نېږدې اته میاشتې ځنډ وروسته چې د کابل او پکتیا د ولسي جرګې د ټاکنو وروستي پایلې اعلان شوې، بریالیو نوماندانو ته په ارګ کې لوړه ورکړل شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کمېسیون تېره شپه د دغه ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې، چې ورسره سم نن بریالي وکیلان ارګ ته ورغلل، او د ولسمشر غني په حضور کې یې لوړه وکړه.

د لوړې په دې مراسمو کې د ولسمشر دوهم مرستیال، اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله، قاضي القضات، د سترې محکمې رییس او یو شمېرو چارواکو هم ګډون درلوده.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د تېرو ټاکنو «د تلې ۲۸مه» د ملي حماسې ورځ وبلله او ویې ویل، چې د ګواښونونو سره سره ولس هېڅ ګواښ ته سرټیټ نه کړ او په خپل توان یې خپل برخلیک وټاکه، چې دا ورځ باید د ولسواکۍ له پلوه د افغانستان په تاریخ کې د ځلانده ورځې په توګه ثبت شي.

ښاغلي غني زیاته کړه، امنیتي او دفاعي ځواکونو په خپلو سرښندنو ثابته کړه چې د اساسي قانون او ولسواکۍ نظام اصلي ساتونکي دي.

ولسمشر و و ویل، چې د افغانستان ملکي ادارو په اساسي توګه خپل بې پرېتوب وساته او هیله ده د جمهوري ریاست او نورو دولتي بنسټونو بې طرفي هم درته ثابته شوې وي.

هغه وویل«ما ژمنه کړې وه چې انتخاب د افغانستان د خلکو دی او هر څوک چې دوی د خپلې رایې وړ وبولي، همغه یې باید وکیل شي او په ښه توګه یې استازیتوب وکړي.»

نوموړي د مخکېنیو ټاکنیزو کمېسیونونو د بې کفایتۍ له امله چې ټول ولس ورباندې اجماع لري د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو ځنډ د ولسواکۍ نظامونو په تاریخ کې یوه  فاجعه وباله او په راتلونکي کې یې د دغه ډول فاجعې په مخنیوي ټینګار وکړ.

هغه په خپلو خبرو کې له وکیلانو وغوښتل، چې په خپلو اصلي دندو تمرکز وکړي، د ولس باور وساتي او دغه رایې  د غزني د منختبو استازو نه موجودیت یوه خلا ده او د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو له ټاکنو سره یو ځای به د دوی ټاکنې ترسره شي. 

ولسمشر وايي، دا ضرور ده چې ټول افغانان په عادلانه توګه د خپلې رایې په اساس په اولسمه دوره کې سهم ولري او زیاته یې کړه چې د جمهوري نظام پرمختګ د درې ګونو قواوو تر منځ همغږۍ او همکارۍ کې نغښتی دی.

ده تمه وښوده، چې اولسمه دوره د افغانانو لپاره ځلانده دوره وي او له وکیلانو وغوښتل چې ور استول کېدونکو قوانینو او په ځانګړي ډول  د ټاکنو قانون تجدید ته پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي