۰
جنرال تادین:

له افغان ځواکونو سره جګړه کې ۴ پاکستاني ملېشه وژل شوي دي

پنجشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۱
د کندهار امنیه قوماندان وايي، په صفري کرښه د اغزن سم د غځولو د مخنیوي په جګړه کې افغان ځواکونو ۴ پاکستاني ملېشه وو په ګډون ۱۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
له افغان ځواکونو سره جګړه کې ۴ پاکستاني ملېشه وژل شوي دي
د کندهار امنیه قوماندان وايي، په صفري کرښه د اغزن سم د غځولو د مخنیوي په جګړه کې افغان ځواکونو ۴ پاکستاني ملېشه وو په ګډون ۱۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني ځواکونو پرون چهارشنبې د غوايي ۲۵ مه د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ کې صفري نقطې ته څېرمه د اغزن سیم د غځولو هڅه کوله، چې د افغان ځواکونو له مخالفت سره مخ.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د افغان ځواکونو د مخالفت سره سم پاکستاني ځواکونو لسګونه مرمۍ پر دې خوا وتوغولې، چې د ملکي وګړو پر کورونو لګېدلې او هغوی ته یې زیان اړولی دی.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي، د دغه تار د مخنیوي لپاره د دریمې سرحدي لوا سرتېري یادې سیمې تللي وو چې د وسله والو مخالفینو له یوه کمین سره مخ شول.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ د جګړې پر مهال پاکستاني ځواکونو هم پر افغان ځواکونو بریدونه پیل کړل، چې جګړه ونښته او غاښ ماتونکی ځواب یې وموند.

جنرال تادین خان وايي، جګړې شاوخوا درې بجو پورې دوام درلود، چې په ترڅ کې یې څلور پاکستاني ملېشه، شپږ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان وايي، پاکستاني ځواکونو تر ۶۰ زیات هاوانونه او توغندي د ملکي خلکو په کورونو وار کړی، چې له امله یې ۱۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې په دې جګړه کې د پاکستاني ملېشو هغه موټر وویشتل شو، چې اغزن سیم يې پکې راوړي وو، د پاکستاني ملېشو دوه نظامي او یو د اوبو موټر هم د سرحدي ځواکونو لخوا په نښه او ویجاړ شوي دي.

سرچینه وایي، په نښته کې افغان سرحدي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی او پاکستاني ملېشې له سیمې تښتېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي