۰
نورستاني:

امریکا یوازې د ولسمشرۍ پر ټاکنو ټینګار کولو خو موږ یې وړاندیز رد کړ

یکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۵
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوی ته وړاندیر وکړ، چې د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې وځنډوي.
امریکا یوازې د ولسمشرۍ پر ټاکنو ټینګار کولو خو موږ یې وړاندیز رد کړ
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوی ته وړاندیر وکړ، چې د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې وځنډوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حوا علم نورستاني له امریکا غږ راډیو سره مرکه کې ویلي، چې دغه وړاندیز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې الیس ویلز له خوا وشو، خو ما رد کړ.

د مېرمن نورستاني په وینا الیس ویلز وړاندیز وکړو چې یوازې د ولسمشر پر ټاکنو دې تمرکز وشي او د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې دې وځنډول شي.

نوموړې ویلي« د "هغې (الیس ویلز) ټینگار په دې و چې د وخت د کمښت په دلیل ښه به دا وي چې یواځې د جمهوري ریاست انتخابات وشي، ځکه د دوو نورو انتخاباتو کول ښایي ستونزمن وي، خو زمونږ استدلال دا و چې د سرتاسري توب، شفافیت او قانوني توب د تضمین لپاره د ولایتي شوراگانو د ټاکنو ترسره کول اړین دي.»

د هغې په وینا د د ولایتي شوراګانو د ټاکنو ترسره کول ځکه اړین دي، چې همدا اوس د افغانستان د سنا مجلس د انتخابي غړو موده پوره شوې ده.

بل خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې ډاډ ورکړ، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به بیا نه ځنډېږي، پر خپل وخت به تر سره او له ټاکنو دوه درې ورځې وروسته به یې پایلې اعلان شي.

اغلې نورستاني ویلي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو امنیتی پلان جوړ شوی او دغه راز څه د پاسه ۲۵۰ میلیونه دالر بودیجه ورته ټاکل شوې، چې ۲۰ سلنه یې د دولت له عوایدو او پاتې برخه یې د ډونرانو له خوا تمویلېږي.

ټاکل شوې، د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او غزني د پارلماني ټاکنې د راتلونکې تلې میاشتې په شپږمه نېټه تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي