زابل کې له کلونو تړل شوی ښوونځي بېرته پرانستل شول

29 ثور 1398 ساعت 11:02

د پوهنې سیمه ییز چارواکي وایي، زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوي ښوونځي له کلونو بندېدو وروسته بېرته پرانستل شول.


د پوهنې سیمه ییز چارواکي وایي، زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوي ښوونځي له کلونو بندېدو وروسته بېرته پرانستل شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد ویلي، دغه ښوونځي د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې پرانستل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، څلور ښوونځي چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسي طالبانو بند کړي و، د قومي مشرانو په مرسته پرانستل شوي دي.

د زابل د پوهنې ریسس وايي، په دې ښوونځیو کې تر اوسه ۷۲۰ زده کونکي ثبت کړي دي.

د سیمې خلکو او زده کوونکو پر دې خوشحالي ښودلې خو وایي ستونزې لا هم زیاتې دي، چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.

جمهورخبري آژانس:زابل

 
 


د مطلب کود: 116541

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116541/

جمهور
  https://www.jomhornews.com