۰

د نوماندانو شورا د سرپرست حکومت طرحه بهرنیو استازولیو ته ورکړې

دوشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۸
د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو د یو شمېر نوماندانو ګډې شورا د سرپرست حکومت د جوړلوو طرحه کابل کې د بهرنیو هېوادونو نمایندګیو ته وړاندې کړې ده.
د نوماندانو شورا د سرپرست حکومت طرحه بهرنیو استازولیو ته ورکړې
د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو د یو شمېر نوماندانو ګډې شورا د سرپرست حکومت د جوړلوو طرحه کابل کې د بهرنیو هېوادونو نمایندګیو ته وړاندې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه طرحه د ولسمشرۍ د نوماند احمد ولي مسعود او د نوماندانو شورا د تخنکي ټیم د غړي جاوید لودین له خوا بهرنیو استازولیو ته وړاندې شوې ده.

د طرحې د وړاندې کولو په مراسمو کې د امریکا، برېتانیا، فرانسې، ایټالیا، روسیې، پاکستان، جاپان، هالنډ، هندوستان، تاجکستان، یوناما، ناټو، آغا خان بنسټ او دغه راز نوماندانو شورا غړو ګډون درلود.

باید و ویل شي، چې د نوماندانو ګډه شوره د ولسمشرۍ د ۱۲ نوماندانو له خوا جوړه شوې ده او دغه شورا د غبرګولي یا جوزا په لومړۍ نېټه د اوسني حکومت کاري دوره پای ته رسېدلې اعلان کړې او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام په چوکاټ کې یې د سرپرست حکومت طرحه وړاندې کړې ده.

په دې طرحه کې له ولسمشر غني دا غوښتنه هم شوې، چې که له خپلې نوماندۍ تېر شي نو کولی شي سرپرست حکومت ته د ټاکنو تر سره کېدو او د نوي ولسمشر تر راتګ پورې دوام ورکړي.

د دوی په طرحه کې دا هم ویل شوي وو که ولسمشر د دغه کار مخنیوی وکړي، نو د ولسمشرۍ له نوماندانو هر یو کولی شي د سرپرست حکومت مشرۍ ته ځان نوماند کړي، خو په دې شرط چې د ولسمشرۍ له نوماندۍ تېر شي.

د نوماندانو شورا پر داسې مهال د سرپرست حکومت طرحه بهرنیو سفارتونو ته وړاندې کوی، چې د افغانستان سترې محکمې پرېکړه کړې، چې اوسنی ولسمشر د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو تر سره کېدو او د نوي ولسمشر تر راتګ پورې خپلې دندې ته دوام ورکولی شي.

خو د نوماندانو شورا د سترې محکمې دغه پرېکړه هم د قانون خلاف او د حکومت د مشرتابه په خوښه پرېکړه بللې، چې دوی ته د منلو نه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي