۰

افغانستان له ایرلنډ څخه دوهمه لوبه وګټله او لوبلړۍ برابره شوه

چهارشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۰
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوهم یوه ورځنۍ نړیواله لوبه د ایرلنډ له ملي لوبډلې په لوی توپیر وګټله او د دغه لوبو لړۍ یو یو برابره شوه.
افغانستان له ایرلنډ څخه دوهمه لوبه وګټله او لوبلړۍ برابره شوه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوهم یوه ورځنۍ نړیواله لوبه د ایرلنډ له ملي لوبډلې په لوی توپیر وګټله او د دغه لوبو لړۍ یو یو برابره شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه پرون سه شنبې د غوايي ۳۱ مه د ایرلنډ کې تر سر شوه، چې د لوبې پچه یا ټاس ایرلنډي لوبډلې وګاټه او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبو غاړو پیل ښه نه و نورعلي ځدراڼ ژر ویکټه له لاسه ورکړه خو د شهزاد محمد او رحمت ۱۶۳ منډو ملګرتیا لوبه په زړه پورې او د افغان لوبډلې هدف یې ۳۰۶ ته ورساوه.

په توپ وهنه کې شهزاد محمدي ۱۰۱، رحمت شاه ۶۲، نجیب الله ځدراڼ ۶۰ ، حشمت الله شهدي ۴۷ او اصغر افغان ۱۵ مندې وکړې.

د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې ایرلنډ پیل ښه و خو وروسته یې لوبغاړي تر ډېره د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ونه شوی درېدای او ټوله لوبډله یې د ۱۷۹ منډو په کولو سره وسوځېده او افغانستان ترې لوبه د ۱۲۵ منډو په توپیر وګټله.

په توپ اچونه کې لوبډلمشر ګلبدین نایب شپږ لوبغاړي وسوځول او دا د افغانستان په تېر بالرانو کې لومړی کس شو، چې په یوه نړیواله لوبه کې شپږ لوبغاړي سوځوي.

دغه راز دولت ځدراڼ، افتاب علم او رحمت شاه هم یو یو ایرلنډۍ لوبغاړی له مخې لرې کړ او په دې سره د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د یو ورځنیو یا پنځوس اوریزه لوبو لړۍ برابره شوه.

د یادونې ده، چې د نړیوال جام تر پیل وړاندې افغانستان له پاکستان او انګلنډ سره هم تمریني لوبې لري، چې لومړۍ به یې د راتلونکې جمعې او له انګلنډ سره به د دوشنبې په ورځ تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي