۰

کونړ کې د افغان ځواکونو هوايي برید ۱۱ وسله وال وژلي دي

چهارشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د طالبانو پر پټنځای د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
کونړ کې د افغان ځواکونو هوايي برید ۱۱ وسله وال وژلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د طالبانو پر پټنځای د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي زیاتوي، چې افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه «د غبرګولي ۳۱مه» د کونړ ولایت نورګل ولسوالې کې هوايي عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو یو پټنځایه په نښه او له منځه وړل شوی، چې په کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي