۰
پنټاګون:

پاکستانۍ لشکر طیبه ډله افغانستان کې ایتلافي ځواکونو ته لوی خطر دی

شنبی ۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۳
د امریکا دفاع وزارت پینتاګون په یوه راپور کې ویلي، د امریکا متحد ایالتونه په پاکستان کې مېشته لشکرطیبه ډله د ځان او په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو لپاره لوی خطر ګڼي.
پاکستانۍ لشکر طیبه ډله افغانستان کې ایتلافي ځواکونو ته لوی خطر دی
د امریکا دفاع وزارت پینتاګون په یوه راپور کې ویلي، د امریکا متحد ایالتونه په پاکستان کې مېشته لشکرطیبه ډله د ځان او په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو لپاره لوی خطر ګڼي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، چې لشکر طیبه په افغانستان کې د مهمو فعالو تروریستي ډلو په منځ کې د القاعده او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ترڅنګ پنځمه مهمه سختدریځه ډله ده.

د امریکا د دفاع وزارت په راپور کې د حقاني شبکه، د ختیځ تُرکستان اسلامي غورځنګ او لشکرطیبه په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو لپاره تر ټولو لوی ګواښونه ګڼل شوي دي.

راپور وايي، لشکر طیبه، چې په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې تاسیس شوې، اوس یوه تر ټولو لویه تروریستي ډله ده چې له پاکستان څخه د ګاونډیو هېوادونو پر ضد فعالیت کوي.

باید و ویل شي، چې امریکا او ملګروملتو لشکرطیبه نړیواله تروریستي ډله ګڼلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي