۰

د سولې او اعتدال ټیم د عبدالله له دریځه هرکلی کړی

شنبی ۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۲
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم د جوزا په لومړۍ نېټه د ولسمشر د کاري دورې د پای ته رسېدو په اړه د افغان حکومت د اجرائیه رییس او ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د دریځ هرکلی کړی دی.
د سولې او اعتدال ټیم د عبدالله له دریځه هرکلی کړی
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم د جوزا په لومړۍ نېټه د ولسمشر د کاري دورې د پای ته رسېدو په اړه د افغان حکومت د اجرائیه رییس او ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د دریځ هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکتر عبدالله د تېرې پنشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ولسمشر واکونه باید راکم او له دولتي امکاناتو په ټاکنو کې له ګټې اخیستنې باید منخیوی وشي.

د سولې او اعتدال ټیم د ښاغلي عبدالله له دغه دریځ هرکلی کړی او د هغه دا دریځ یې چې د ملي یووالي حکومت کاري دوره د جوزا په لومړۍ پای ته رسېدلې بولي رښتیا لیدونکې بللې ده.

د دغه ټیم په اعلامیه کې ویل شوي«د سولې او اعتدال ټیم د ثبات او همپالنې ټیم د مشر ښاغلي عبدالله د دې دریځ هرکلی کوي، چې د ولسمشر کاري موده د جوزا په لومړۍ پای ته رسېدلې بولي او دغه راز په ټاکنو کې له دولتي امکاناتو د ولسمشر ګټې اخیستنې د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.»

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د سولې او اعتدال ټیم په خپل پخواني دریځ چې د جوزا له لومړۍ وروسته د حکومت کاري دوره پای ته رسېدلې او په ټاکنو کې د حکومت د لاسوهنو مخنیوی باید وشي، ټینګ ولاړ دی او په هېواد کې د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هر ډول کړنلاره د ولس حق بولي.

دغه راز خبرپاڼه وایي، د سولې او اعتدال ټیم د ښاغلي عبدالله د وړاندیز سره سم چې د ولسمشر واکونه باید راکم او دولتي امکانات په تاکنو کې ونه کارول شي هر ډول خبرو اترو ته چمتوی دی.

د سولې او اعتدال ټیم د ولسمشرۍ له ټولو نوماندانو غوښتي، چې د رڼو، عادلانه او د حکومت له مداخلې پاکو ټاکنو له پاره په ګډه یو دریځ ونیسي او وایي په دې برخه کې زموږ ټیم پوره ژمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي