۰

ننګرهار کې د هوایي برید پر مهال شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي

یکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۹
سیمه ییزه چارواکو تاييد کړه، چې ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.
ننګرهار کې د هوایي برید پر مهال شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي
سیمه ییزه چارواکو تاييد کړه، چې ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وايي، دغه پېښه د تېرې جمعې غبرګولي ۳ مه د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي ویلي، چې په دغه برید کې  یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

خوږیاڼی وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې په سیمه کې د ترهګرو پر وړاندې له عملیاتو وروسته یو موټر په بېړه د حرکت په حال کې و، او افغان ځواکونو پر شک کړی او برید یې پرې کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند وایي، په عملیاتو کې ۱۰ وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي