۰
د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم:

د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د حکومت احتمالي مداخلې اندېښمن کړي یو

یکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۵
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم د حکومت له لوري د ټاکنو کمېسیون په چارو کې پر احتمالي مداخلې او نفوذ اندېښنه ښودلې ده.
د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د حکومت احتمالي مداخلې اندېښمن کړي یو
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم د حکومت له لوري د ټاکنو کمېسیون په چارو کې پر احتمالي مداخلې او نفوذ اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر هل مخې دغه ټیم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ټاکنو په کمېسیون کې هر ډول نفوذ او د هغوی په چارو کې لاسوهنه (له هغې ډلې په قوای بشري کې) کولی شي د دغه کمېسیون ځای ته زیان واړوي او د ټاکنې بې اعتباره کړي.

په خبرپاڼه کې وی شوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغانستان له مهمو انتخاباتي بنسټونو څخه دی او د دغه کمېسیون خپلواکي په هېواد کې د بې طرفانه او آزادو ټاکنو تظمینوونکې ده، چې په کې هر ډول لاسوهنه به د کمېسیون ځای تر سوال لاندې راولي او ټاکنې به داغ لرونکې کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې روستیو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون له خوا د ټاکنو کمېسیون په مهمو بستونو کې لکه د دارالانشا مرستیالان، کابل او ولایتونو کې خپلواک ریاستونه اعلان ته ورکړي، چې طی مراحل یې دوام لري.

سرچینه زیاتوي، دغه کار د سولې او اعتدال ټیم د اندېښې او تشویش لامل شوی، چې مبادا د یوه دولتي بنسټ په توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون لاسوهنه د ټاکنو کمېسیون د خپلواکۍ له منځه تلو او د هغو د اعتبار تر سوال لاندې راتلو سبب نه شي.

دغه ټیم ویلي دوی د ټاکنو کمېسیون خپلواکي غواړي او وړاندیز کوي، چې په دغه کمېسیون کې د بشري قوې ګمارنه خپله د کمېسیون له خوا د مدني ټولنې، نوماندانو او داخلي او بهرنیو څاروونکو بنسټو په پام کې نیولو سره تر سره شي، تر چې په کمېسیون کې د هر ډول دولتي مداخلې مخه نیول شوې وي.
جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي