کندهار:د ۳ پاکستاني داعشیانو په ګډون ۳۰ وسله وال نیول شوي

5 جوزا 1398 ساعت 11:33

کندهار چارواکو ۳۰ تنه وسله وال چې د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي او درې تنه په کې پاکستانی پنجابي داعشیان دي رسنیو ته وښودل.


کندهار چارواکو ۳۰ تنه وسله وال چې د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي او درې تنه په کې پاکستانی پنجابي داعشیان دي رسنیو ته وښودل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وسله وال پرون د غبرګولي څلورمه د کندهار چارواکو له خوا رسنیو ته وښودل شول.

د چارواکو په وینا په نیول شویو کې درې تنه پنجابیان او د داعش مهم غړي دي، چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

د کندهار د والي حیات الله حیات وایي، د داعش دغه پاکستانی غړوغوښتل د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ ته لاړ شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د داعش ډلي دغه جنګیالي د پاکستاني سخت دریځه حافظ سعید د ډلې له لورې د داعش په لیکو کې د جنګیدو لپاره افغانستان ته لیږل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دوې اونۍ وړاندې هم په کندهار کې د ملي امنیت ادارې د داعش ډلې یو مهم غړی چې د چارواکو په وینا پدې ولایت کې یې یادې ډلې ته جلب او جذب کاوه نیولی و.

په ورته وخت کې ملي امنیت ۲۷ تنه نور وسله وال هم چې د ملي امنیت له خوا نیول شوي و رسنیو ته وشودل.

د کندهار والي حیات الله حیات و ویل، چې دغه وسله والو په ښار کې په غلچکیو بریدونو او وسله والو حملو کې لاس درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116770

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116770/

جمهور
  https://www.jomhornews.com