کندهار چارواکو ۳۰ تنه وسله وال چې د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي او درې تنه په کې پاکستانی پنجابي داعشیان دي رسنیو ته وښودل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وسله وال پرون د غبرګولي څلورمه د کندهار چارواکو له خوا رسنیو ته وښودل شول.
د چارواکو په وینا په نیول شویو کې درې تنه پنجابیان او د داعش مهم غړي دي، چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
د کندهار د والي حیات الله حیات وایي، د داعش دغه پاکستانی غړوغوښتل د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ ته لاړ شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د داعش ډلي دغه جنګیالي د پاکستاني سخت دریځه حافظ سعید د ډلې له لورې د داعش په لیکو کې د جنګیدو لپاره افغانستان ته لیږل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دوې اونۍ وړاندې هم په کندهار کې د ملي امنیت ادارې د داعش ډلې یو مهم غړی چې د چارواکو په وینا پدې ولایت کې یې یادې ډلې ته جلب او جذب کاوه نیولی و.
په ورته وخت کې ملي امنیت ۲۷ تنه نور وسله وال هم چې د ملي امنیت له خوا نیول شوي و رسنیو ته وشودل.
د کندهار والي حیات الله حیات و ویل، چې دغه وسله والو په ښار کې په غلچکیو بریدونو او وسله والو حملو کې لاس درلود.
جمهورخبري آژانس:کابل