۰

افغان کرکټ ملي لوبډله نن له انګلستان سره لوبه لري

دوشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۱
ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي د نړیوال جام په درشل کې خپله دوهمه تمریناتي لوبه له انګلستان سره تر سره کړي.
افغان کرکټ ملي لوبډله نن له انګلستان سره لوبه لري
ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي د نړیوال جام په درشل کې خپله دوهمه تمریناتي لوبه له انګلستان سره تر سره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه نن دوشنبې د غبرګولي ۶ مه ماسپښین دوه بجې د لندن په اوول نړیوال لوبغالي کې پیلېږي.

دا د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو په درشل کې د افغانستان دوهمه تمریناتي لوبه ده، چې تر سره به شي.

افغانستان خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه د پاکستان سره دوه ورځې وړاندې تر سره کړه، چې په درې ویکټو یې درې وګټله.

دا لومړی ځل و چې افغان کرکټ ملي لوبډله له پاکستان څخه یوه ورځنۍ لوبه ګټي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي وايي، پاکستان ته په ماتې ورکولو او د خپل ولس له خوا یې ډاډ ورکولو روحیه نوره هم لوړه کړې او د انګلستان پر وړاندې د لوبې لپاره پوره چمتووالی لري.

تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي ټیم را روانه شنبه د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام لومړۍ رسمي لوبه د اسټرالیا په وړاندې وکړي.

جمهورآژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي