کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو پولیسو فراه ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو مهم او خطرناکه غړی نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۶ مه خپره کړې خبرباڼه کې ویلي د طالبانو دغه غړي په ګڼو ترهګرو بریدونو کې لاس درلود.
وزارت د دغه کس د هویت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو وایي دا ډېر خطرناک کس و او په ډېرو ترهګرو بریدونو کې یې لاس او پلان درلود، چې د فراه ښار په اوله ناحیه کې د پولیسو له خوا ونیول شو.
کورنیو چارو وزارت وایي، نیول شوي کس په خپلو جرمونو اعتراف کړی او موضوع لا هم تر څېړنې لاندې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل