ننګرهار:د داعش نظامي مسوول او یو بل قوماندان وژل شوي دي

6 جوزا 1398 ساعت 12:32

سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې افغان ځانګړو ځواکونو د داعش د نظامي مسوول او یوه قوماندان په ګډون ۱۱ داعشیان وژلي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې افغان ځانګړو ځواکونو د داعش د نظامي مسوول او یوه قوماندان په ګډون ۱۱ داعشیان وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه (د غبرګولي ۵مه) په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش پر یوه مرکز عملیات وکړل.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د چپرهار لپاره د داعش نظامي مسوول ډاکتر بلال له یوه بل مهم قوماندان قاري نجیب مشهور په ابوبکر وژل شوي دي.

خوږیانی، وايي د ډاکتر بلال او قوماندان ابوبکر تر څنګ ۹ نور داعشیان هم په دې همدې عملیاتو کې وژلش وي دي.

باید و ویل شي، چې د داعشیانو  له دغه مرکزه د شپې دوربین، ۹میله کلاشینکوف،۵۰ شاجورونه، ۱۱ پرتلې، لاسي بمونه، مخابرې، د داعش مهم اسناد، چاودیدونکې او نور توکې وو، هم لمنځه وړل شوي دی.

خو داعشیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116809

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116809/

جمهور
  https://www.jomhornews.com