جاپان کې یو کس ۱۸ تنه په چړو وهلي دي

7 جوزا 1398 ساعت 9:02

جاپان کې یو کس په یوه پارک کې پر ماشومانو او لویانو د چړې ګذارونه کړي، چې له امله یې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


جاپان کې یو کس په یوه پارک کې پر ماشومانو او لویانو د چړې ګذارونه کړي، چې له امله یې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د غبرګولي ۶ مه د پلازمینې توکیو سویل ته د کاواساکي په ښار کې رامنځ ته شوې ده.

جاپاني پولیسو تایید کړې، چې یو چاړ پر لاس کس کاواساکي ښار کې ۱۳ د شوونځي زده کوونکې او درې ځوانان په چاړه وهلي او ټپیان کړي یې دي.

د پولیسو په وینا ټپیان ټول روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي، خو د دو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

په ورته وخت کې ځینې راپورونه وایي، په پېښه کې یو ماشوم او یو بل کس وژل شوي هم دي.

د جاپان ان اچ کی تلوېزیون وایي، یو کس چې عمر به یې له ۴۰ تر ۵۰ کلونو پورې وه، پر هغه کسانو برید کړی، چې ښار کې ملي بس ته انتظار کې و.

پولیس وايي، برید کوونکی یې نیولی او هغه تر نیول کېدو وروسته خپل مخ هم دوه چاقایان وهلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116833

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116833/

جمهور
  https://www.jomhornews.com