وردګو کې ۱۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

9 جوزا 1398 ساعت 13:42

د کورنیو چارو وزارت د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال د ۱۱۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


د کورنیو چارو وزارت د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال د ۱۱۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو غوښتل، د ملي ادرو، پر پوستو او د ولسوالۍ پر ودانۍ ډلیز بریدونه وکړي، چې د امنیتي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ شول.

سرچینه زیاتوي افغان ځواکونو د چک ولسوالۍ په شېرخانې، بومبی او پنه سیمو کې پر طالبانو ځمکني او هوايي عملیات وکړل.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۶۵ تنه ټپیان او د هغوی ۲۰ کړۍ ماینونه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والوطالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116925

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116925/

جمهور
  https://www.jomhornews.com