۰

محب د هند له سفیر سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړې

پنجشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۹
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب کابل کې د هند له سفیر وینی کومار سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
محب د هند له سفیر سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړې
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب کابل کې د هند له سفیر وینی کومار سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا دفتر وايي، ښاغلي محب نن پنشنبې د غبرګولي ۹ مه له هندي سفیر سره کابل کې ولیدل.

سرچنه وايي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له ویني کومار سره د سیمې امنیت تر څنګ پاکستان ته د خپل سفر په اړه خبرې کړي.

له ملي امنیت څخه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې ښاغلي محب په دې ناسته کې د سیمي هېوادونو د ښو اړیکو په پر رغولو ټینګار کړی دی.

 باید وویل شي، چې محب د تېرې سه شنبې په ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ  اسلام‌اباد ته د سفر په لړ کې د پاکستان لوی درستیز او نورو لوړپوړیو چارواکیو سره ولېدل.

که څه هم د دغه خبرو بشپړ جزیات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو ښاغلي محب ویلي له باجوه سره یې پر سوله او د سیمې پر ثبات خبرې وکړې.

ښاغلي محب په ټویټر لیکلي، دواړو لوریو موافقه وکړه چې ملي لومړیتوبونه باید له سیمه‌ییزو لومړیتوبونو سره هغږي شي او ټولې هڅې د ګډو لاسته راوړنو لپاره وشي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار زیاتوي چې پر دې ټینګار وشو چې تماسونه ادامه پیدا کړي، څو په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي