ولسمشر غني له مارسودیا سره پر افغان سولې خبرې کړې دي

11 جوزا 1398 ساعت 9:41

ولسمشر غني د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو د څوارلسمې ناستې په څنډه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې ریتنو مارسودیا سره په مکې ښار کې وکتل.


ولسمشر غني د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو د څوارلسمې ناستې په څنډه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې ریتنو مارسودیا سره په مکې ښار کې وکتل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د همکاریو د پراختیا او د افغانستان د سولې پروسه کې د اندونیزیا د رول په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر غني د افغانستان د سولې پروسې د علماو ناستې د کوربه توب په اړه د اندونیزیا له هڅو مننه کړې ده.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان د سولې په اړه د علماوو د بلې ناستې د کوربه توب په اړه چمتووالی ښودلی.

باید و ویل شي، چې ولسمشر به د دغه کنفرانس په څنډو کې د یو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116960

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116960/

جمهور
  https://www.jomhornews.com