ملي دفاع وزارت وايي، غور ولایت کې د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۵۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د غبرګولي ۱۱ مه خپره کړې خبربانه کې ویلي افغان کماندو ځواکونو دا ځانګړي عملیات د غور ولایت شهرک ولسوالۍ کې کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي په دې عملیاتو کې د مرستیال ولسوال په ګډون ۴۱ وسله وال طالبان وزل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
خبرپانه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو شپږ پټنځایونه، یو زندان او ۷ عرادې موتر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، د طالبانو له زندانه دوه پولیس زندانیان هم راخوشي شوي دي.
طالبانو تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل