۰

فراه کې ۳۰ وسله وال له دولت سره یو ځای شول

شنبی ۱۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۷
سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې د یوه مهم او غښتلي قوماندان په ګډون ۳۰ وسله وال مخالفین له جګړې لاس په سر او د سولې له بهیر سره یو ځای شول.
فراه کې ۳۰ وسله وال له دولت سره یو ځای شول
سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې د یوه مهم او غښتلي قوماندان په ګډون ۳۰ وسله وال مخالفین له جګړې لاس په سر او د سولې له بهیر سره یو ځای شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وسله وال د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او مخورو په هڅونه د سولې پروسې سره یو ځای شوي دي.

د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب جمهور خبري آژانس خبري آژانس ته و ویل، چې په تسلیم شویو کسانو کې د پرچمن پخوانۍ امنیه قوماندان او د ملي امنیت پخوانی مدیر عبدالظاهر هم شامل دي.

دغه کسانو یو میل هاوان، یک میل توپ، یو میل زیکویو، درې میله پیکاه، یو میل راکټ، ۲۶ میله کلاشنکفونه، ۷ عرادې رنجر موټر او ځینې نور مهمات د پرچمن امنیه قوماندانۍ ته وسپارل.

جمهورخبري آژانس:فراه


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي