۰

امریکا او جرمني د سولې له بین الاافغاني خبرو ملاتړ کړی دی

یکشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۶
امریکا او جرمني په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې د ټنګښت په موخه له بین الاافغاني خبرو ملاتړ اعلان کړی دی.
امریکا او جرمني د سولې له بین الاافغاني خبرو ملاتړ کړی دی
امریکا او جرمني په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې د ټنګښت په موخه له بین الاافغاني خبرو ملاتړ اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د جرمني لومړ وزیرې انګلامرکل کې سره لیدلي دي.

دوی دواړو په خبرو کې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د بین الافغاني خبرو ملاتړ کړی او دغه راز یې د ایران تر څنګ له طالبانو سره د روغې جوړې او یو شمېر نور موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

 په ګڼ شمیر موضوعاتو خبرې وشوې چې د طالبانو سره د روغې جوړې خبرې هم پکې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، د بین الافغاني خبرو پيل کېدل په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره مهم اقدام دی.

امریکا او جرمني دا څرګندونې پداسې حال کې کوي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده پخپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا ویلي دي چې د افغانستان د حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي