خلیلزاد پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره غږېدلی

13 جوزا 1398 ساعت 9:03

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته په رسېدو د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته په رسېدو د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۲ مه اسلام آباد ته ورسېدل او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ګډون یې له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره ولیدل.

پاکستاني رسنۍ وايي، دواړو لورو پر افغان سوله خبرې کړې خو تر اوسه د دغه خبرو جزیات رسنیو ته نه دي په داګه شوي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خلیلزاد سره د پاکستاني چارواکو د لیدونو په اړه یوازې دومره ویلي، چې هېواد یې د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر خپله ټوېټرپانه لیکلي، هېواد یې ټول لوري هڅوي چې له همدې موقع په استفادې دغې اوږد مهالې جګړې ته د سیاسي لارو د پای ټکی کېږدي.

د یادونې ده، چې خلیلزاد له تېرو دوه ورځو راهیسې د افغان سولې په تړاو خپل اووم سفر پیل کړي، چې په ترڅ کې به یې افغانستان، بلجیم، جرمني، قطر او عربي متحده اماراتو ته هم لاړ شي.

هغه د دغه سفر د پیل سره سم پر خپله ټوېټر پانه ولیکل، چې دا ځل به د افغانستان د سولې د هڅو د ګړندي کېدو او په دې اړه د سیمې او نړۍ د هڅو پر یوځای کېدو تمرکز وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117025

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117025/

جمهور
  https://www.jomhornews.com