د افغانستان کرکټ ملي ټیم نن له نیوزیلنډ سره لوبه کوي

18 جوزا 1398 ساعت 11:38

د کرکت نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن شنبې د غبرګولي ۱۸ مه خپل بخت د نیوزیلنډ له ملي لوبډلې سره ازمويي.


د کرکت نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن شنبې د غبرګولي ۱۸ مه خپل بخت د نیوزیلنډ له ملي لوبډلې سره ازمويي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه به نن د افغانستان په وخت مازیګر مهال پنځه بجې د انګلستان په تاوټن ښار کې پیل شي.

دا د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان درېیمه لوبه ده، چې تر سره به یې کړي.

افغانستان له دې وړاندې د استرالیا او سریلانکار سره لوبې کړې، چې دواړه یې بایللې دي.

افغانستان په داسې حال کې له نیوزلینډ سره مخ کېږي، چې د دې ټیم توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي د زنګانه د ژوبلېدو له کبله له نړیوال جام ووت او پر ځای یې اکرام علي خلېل په لوبډله کې شامل شو.

اکرام علي خېل هم انګلستان ته رسېدلی او ښايي نن په لوبه کې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117095

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117095/

جمهور
  https://www.jomhornews.com