۰

د افغانستان کرکټ ملي ټیم نن له نیوزیلنډ سره لوبه کوي

شنبی ۱۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
د کرکت نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن شنبې د غبرګولي ۱۸ مه خپل بخت د نیوزیلنډ له ملي لوبډلې سره ازمويي.
د افغانستان کرکټ ملي ټیم نن له نیوزیلنډ سره لوبه کوي
د کرکت نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن شنبې د غبرګولي ۱۸ مه خپل بخت د نیوزیلنډ له ملي لوبډلې سره ازمويي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه به نن د افغانستان په وخت مازیګر مهال پنځه بجې د انګلستان په تاوټن ښار کې پیل شي.

دا د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان درېیمه لوبه ده، چې تر سره به یې کړي.

افغانستان له دې وړاندې د استرالیا او سریلانکار سره لوبې کړې، چې دواړه یې بایللې دي.

افغانستان په داسې حال کې له نیوزلینډ سره مخ کېږي، چې د دې ټیم توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي د زنګانه د ژوبلېدو له کبله له نړیوال جام ووت او پر ځای یې اکرام علي خلېل په لوبډله کې شامل شو.

اکرام علي خېل هم انګلستان ته رسېدلی او ښايي نن په لوبه کې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي