۰

کابل کې د غلو دوه ډلې نیول شوې دي

یکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۳
کورنیو چارو وزارت وايي، د امنیه قوماندانۍ پولیسو پلازمېنه کابل ښار کې د غلو دوه ډلې نیولې، چې یوې یې وسله هم درلوده.
کابل کې د غلو دوه ډلې نیول شوې دي
کورنیو چارو وزارت وايي، د امنیه قوماندانۍ پولیسو پلازمېنه کابل ښار کې د غلو دوه ډلې نیولې، چې یوې یې وسله هم درلوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه غله د کابل ښار په درېیمه او نهمه امنیتي حوزو کې نیولي دي.

سرچینه وايي، دوه تنه غلو د درېیمې حوزې اړوند د پل سرخ په سیمه کې له یوه هوټل څخه ۲۸۰۰ امریکايي ډالر او دغه راز یو لک څلوېښت زره افغانۍ غلا او په تېښته بریاي شوي وي.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې تر پېښې وروسته پولیسو پلټنې پیل کړې، چې په ترڅ کې یې یاد غله د همدې حوزې په اړونده سیمو کې ونیول شول.

خبرپاڼه کې راغلي، چې له غلو پیسې بېرته تر لاسه شوې او اصلي څښتن ته یې سپارل شوې دي.

بل خوا کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو هغه درې تنه وسله وال غله هم نیولي، چې غوښتل یې له یوه سوداګر څخه پیسې غلا کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه وسله والو غلو د ښار د نهمې حوزې اړوند بنايي سیمه کې له یوه سوداګر څخه د سل زره افغانیو د غلا هڅه کوله، چې د پولیسو له خوا ونیول شول.

کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې نیول شوي غله متکرر مجرمان دي او له دې وړاندې هم د پولیسو تر تعقیب لاندې وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي