هلمند:د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

19 جوزا 1398 ساعت 11:03

سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.


سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې یو موټر نهر ته لوېدلی دی.

د ګریشک ولسوال مولاداد توبګار وايي، دغه کسان له یوه واده څخه خپل کور ته روان و، چې مازدا موټر یې د بغرا نهر ته ولېدوه.

د هغه په خبره په دې پېښه کې موټر چلوونکی، پنځه ماشومان او ښځې مړه شوي او شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.

نوموړي د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکی بې احتیاطي بللې ده.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 


د مطلب کود: 117125

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117125/

جمهور
  https://www.jomhornews.com