سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې یو موټر نهر ته لوېدلی دی.
د ګریشک ولسوال مولاداد توبګار وايي، دغه کسان له یوه واده څخه خپل کور ته روان و، چې مازدا موټر یې د بغرا نهر ته ولېدوه.
د هغه په خبره په دې پېښه کې موټر چلوونکی، پنځه ماشومان او ښځې مړه شوي او شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.
نوموړي د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکی بې احتیاطي بللې ده.
جمهورخبري آژانس:هلمند