د غزني د ولایتي شورا غړی:

طالبانو غزني کې څلور تنه محصلین برمته کړي دي

19 جوزا 1398 ساعت 12:21

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي حسن رضا یوسفي ادعا کوي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په رقیاق دره کې څلور محلصن برمته کړي دي.


د غزني د ولایتي شورا یوه غړي حسن رضا یوسفي ادعا کوي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په رقیاق دره کې څلور محلصن برمته کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوسفي نن یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه امریکا غږ ته ویلي، چې برمته شوي محصلین د مالستان، جاغوري او ناور ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

دی وايي، دغه محصلین د اختر له رخصتۍ وروسته بېرته غزني ښار ته روان و، چې طالبانو د رقیاق په دره کې نیولي دي، خو تر اوسه یې د نیول کېدو لامل نه دی معلوم.

د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت د دې محصلینو له نیول کېدو بې خبري ښودلې خو ویلي یې دي طالبانو پرون په یاده سیمه کې یو محصل تر نیول کېدو وروسته وژلی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117134

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117134/

جمهور
  https://www.jomhornews.com