۰
د غزني د ولایتي شورا غړی:

طالبانو غزني کې څلور تنه محصلین برمته کړي دي

یکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۱
د غزني د ولایتي شورا یوه غړي حسن رضا یوسفي ادعا کوي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په رقیاق دره کې څلور محلصن برمته کړي دي.
د غزني د ولایتي شورا یوه غړي حسن رضا یوسفي ادعا کوي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په رقیاق دره کې څلور محلصن برمته کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوسفي نن یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه امریکا غږ ته ویلي، چې برمته شوي محصلین د مالستان، جاغوري او ناور ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

دی وايي، دغه محصلین د اختر له رخصتۍ وروسته بېرته غزني ښار ته روان و، چې طالبانو د رقیاق په دره کې نیولي دي، خو تر اوسه یې د نیول کېدو لامل نه دی معلوم.

د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت د دې محصلینو له نیول کېدو بې خبري ښودلې خو ویلي یې دي طالبانو پرون په یاده سیمه کې یو محصل تر نیول کېدو وروسته وژلی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي